مالګه ( نمک)
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک


 

قدرمنو هیواد والو نن وروسته له یوې هفتی ځنډه دادې بیرته ستاسی په خدمت کی یم او غواړم د یوه داسې مهم مضمون په هلکه له تاسې سره دزړه خواله شریک کړم چې تر ننه به یوه لیکوال نه وی درسره شریک کړي ، هغه مالګه ده ، مالګه یو ډیر مهم کمیاوې د ژوند د ضروریاتو نه یوعنصر دی چې د انسانانو په ژوند کې ډیر داهمیت وړ دی او بیله مالګې اکثرا خواړه او شیان خوند او مزه نه لري.

مالګه دتاریخی لحاظه په هندوستان کې د مهاتما ګاندي لخوانه دیوه مهم تاریخی او مزه داره شي په حیث د انګریزانو نه د ازادۍ د تر لاسه کولو په خاطر یو سیاسي خورا مهم رول لوبولای دی مهاتما ګاندی د هندوستان نومیالي قهرمان بچې وو او د هیواد دازادۍ په خاطر ېې خلک د مالګې معدن ته د یوه لوی احتجاج له پاره د هندوستان د ټولو ایالتو نه را وغوښتل او یو لوی او ډیر تاریخی ، سیاسي مهم قهر امیز لاریون ېې په پښو( پیاده ) تر سره کړو او ډیر لویه مصافه ېې طی کړه او کله چې معدن ته ورسیدل نو ېې خلکو ته وویل چې دغه د خواړو او د مزي پیداکولو شۍ دی او نوم ېې دکمیاوي عناصرو دجملې نه( سودیم) یعنې مالګه یا ( نمک ) ورته وايي چې بیله مالګي خواړه ډیر بدخونده وي او دغه مالګه چې د هندوانو طبعی او تاریخ شته مني بلل کیژي د انګریزانو له خوانه اشغال شوې او هندوانو ته ېې په ډیر قیمت ورخرڅوي (( دهندوانو شته مني انګریزان په هندوانو خرڅوي )) او راشي اوس په مالګه قسم وکړۍ او زما سره عهد او پیمان وکړۍ چې هر هغه څوک چې مالګه ېې و څټله یا ېې مزه کړه نو بیا باید مالګین ووسې او هیڅکله د دغو عهد نامی نه چې په مالګه مو قسم وکړو موږ باید هندوستان د انګریزانو نه ازاد کړو او دغه مالګه سبب شوه چې هندوستان له انګریزانو نه ازادی تر لاسه کړه ، په افغانستان کې هم ډیر زیات د مالګي په ارتباط خبری شته چې زه یو څو متلونه دلته درته وړاندې کوم ( بیا که باهم هم نمک شویم - موږ یو دبل نمک خوړلۍ - ما نمک خور تان هستیم ) به هیچ وجه به شما خیانت نمی کنیم زیرا من نان ونمک تان را خورده ام او په ډیر تاسف سره چې نن سبا زموږ اکثریت خلک د مالګي په ماهیت - او اهمیت نه پوهیژي او په اصطلاح درنمکدان می شاشند، نمک حرامه دي -د تاریخ په اوږدو کې زموږ د هیواد خلکو تل تر تله په مالګه سرونه بایللي دی دغه د افغانستان د ملي ارزشو نه یو ارزش دی چې هر څوک باید د مالګي په ماهیت ځان وپوهوي ، خو نن سبا زموږ نمک خواره ( مجاهدین - طالبان ) د مالګي په قدر نه پوهیژي او دهغو چا په دستر خوان چې په وار وار ېې خواړه خوړلي مګر سبا ته ېې د خپلو خاینانه اغراضو او امیالو په خاطر هغه وژلۍ دی،پخوا زموږ نیکونو او پلارونو د افغانستان خلک همیش نمک شناسه او وطن دوستان بلل او دهغو چا سره ېې چې په یوه دستر خوان خواړه خوړلي وو د هغو د دشمنانو په مقابل کې ېې سرونه قربان کړي دي ، راشه ننې ( ملا - طالب - اخوند - مجاهد ) ته ګوره چې د پاکستان - ایران - عربانو په تحریک د خپلو هغو وطندارانو سرونه غوڅوي او وژني ېې چې پرون ېې په یوه دسترخوان ورسره مالګه خوړلې وه،او د مالګې نه د زهرو په شکل استفاده کوي او په زخمو مالګه دوړوي، ورور او وراره - پلاراو تره او د کاکا زوی او تربرونه وژني ، زهر شیندي ( سیانایت ورسره یوځای کوي او سودیم سیانایت ورنه جوړوي ) چې خطرناکترین زهر دی .

کاشکي دغه زهر دوی د ( پاکستان -ایران -عربانو- امریکایانو او انګریزانو ) په ضد استعمال کړي وۍ ، خو زه هره ورځ وینم چې د یوه دسترخوان په سر ناست افغانان چې یو دبل مالګه ېې خوړلې ده د هغو په خوند او مزه چې هلته باید دوستي - وروري - خپلوي - انسانیت - عزت او شرف او خلاصه ملي وحدت پکې نغښتۍ دی سترګو ته ونیسي او ور په یاد شي او نور غیر انسانی او غیر اسلامی تروریستی او تخریباتیاو انتحاری اعمال اجرا نه کړي ، او په عوض ددې چې د مالګې خوند په صلحه او ترقۍ کې ښه درک کړي دوی ېې په وینه توییدو او وژلو او تخریبولو او ددشمن په خوشحاله ساتلو کې وینې او احساسوي .

وايي فلانۍ ډیر بې مالګې انسان دی ، یعنی ډیر بد خونده - بد قهر - بد جنسه - بیوفا - شیاد - تروریست - سړي وژونکۍ - خاین - حریص او تفرقه اچونکۍ انسان دی او د هیچا په درد نه خورې ځکه بلمنګې یعنې بیمالګې انسان دی، زما په نظر ښه به داوي چې افغانان سر له ننه بیرته د مالګې قدر - دمالګې اهمیت - دمالګې خوند او مزه - دمالګي سیاسی ارزښت اوکمیاوي ارزښت ته ډیر دقیق شی او په هیڅ وجه د ( پاکستان - ایران - عربانو او غربیانو فریب ) ونه خوري او دقیق پوه شي چې پورتني هیوادونه هیڅ مالګه نه لري او د مالګي تاریخی - سیاسي او کمیاوي ماهیت ته اصلا ارزش قایل نه دی بلکه دوی دمالګې سره سیانایت ګډوې او خطر ناک زهر ورنه جوړوي او بیا زموږ خلک ورباندې مسموموي او وژني .






August 3rd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي